د چین صدراعظم لي چيانګ د نومبر په ۱۷مې نېټې د روسيې په پلازمېنې مسکو کې له خپل روسي سيال ميخايل ولاديميرويچ ميشوستين سره لیدلي دي.
لي چيانګ له نوموړي سره په لیدنې کې د چين او روسيې د صدراعظمانو ۳۰مې غونډې ته، چې څه موده مخکې د چين د جه جيانګ ولايت په هانګ جو ښار کې ترسره شوه، اشاره کړې ده.
نوموړي ويلي، په يادې غونډې کې د رئيس شي جين پينګ او ولسمشر ولاديمير پوتين ګډو موافقو ته پاملرنه او د دواړو هېوادونو د بېلا بېلو همکاريو پرمختګ ته بیاکتنه شوې او د راتلونکي پړاو مهمې همکارۍ پکې ډيزاين شوې دي.
لي چيانګ ويلي، چين به له روسيې سره د دواړو هېوادونو د مشرانو د لارښوونې په رڼا کې د نظريو تبادلې او همغږۍ نورې هم نږدې او خپلمنځي همکارۍ به ژورې کړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته به زياتې ګټې ورسوي.
لومړي وزیر ميخايل ميشوستين ويلي، چې د روسيې او چين ترمنځ د نوې زمانې هراړخيزې ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې په بې ساري توګه لوړې شوې دي او په خبره یې، روسیه به له چين سره د بېلا بېلو کچو ډيالوګ زيات کړي، د سوداګرۍ، انرژۍ، زراعت او کلتور په برخو کې به ورسره همکارۍ ژورې کړي او د نويو همکاريو لپاره به یې فرصتونه ومومي او خپلمنځي دوستي به ورسره نوره هم ژوره کړي.




































