د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئیس او د مرکزي پوځي کمېسيون رئیس شي جين پينګ پدې وروستيو د هېواد اړوندو ادارو ته د قانون پر بنسټ د هراړخیزې حکومتوالۍ د کارونو په اړه مهمه لارښونه کړې ده.
نوموړي ويلي، د چين په نوي مزل کې باید د چيني ځانګړتيا لرونکي سوسیالیزم د قانون د حاکميت مفکوره په هراړخيزه توګه عملي شي، د ګوند رهبري، د هېواد د خاوندانو په توګه د خلکو مقام او د قانون پر بنسټ د هېواد حکومتوالي باید يو ځای شي، چيني ځانګړتیا لرونکي حقوقي سیسټم ته باید وده ورکړل شي، د قانون د حاکميت په رڼا کې په لا لوړ معيار سوسياليستي هېواد باید اباد او د هېواد د ټولو برخو کارونه باید د قانون تر حاکميت لاندې راوستل شي او د چيني شکله عصري کېدو له لارې د پیاوړي هېواد ابادۍ او د ملت بيا سمسورتيا ته باید قوي حقوقي تضمين برابر شي.




































