د چين ريلوي ايکسپرېس دوهم نړيوال همکاريز فورم د نومبر په ۱۸مه نېټه د دې هېواد د شاان شي ولايت په شي ان ښار کې ترسره شو.
په دغه فورم کې د چين د رېل پټلۍ ملي ګروپ د چين او اروپا ترمنځ د باروړونکو اورګاډيو څلورم مهالويش خپور کړی، چې له مخې يې ۷ نوي مسيرونه زیات شوي دي.
د تازه خپور شوي مهالويش له مخې د چين ريلوي ايکسپرېس د مسيرونو شمېر ۱۷ ته رسېدلی او هر کال څه باندې زر باروړونکي اورګاډي پرې د چین د ۹ ښارونو او د اروپا د ۶ ښارونو ترمنځ تګ راتګ کوي.
اوسمهال د چين ريلوۍ ايکسپرېس څه باندې ۵۰ زره ډوله توکي وړي او د چين د نوې انرژۍ موټر او لمريز توليدات اروپا ته او د اروپا ځانګړي توليدات چين ته لېږدوي.
د چين ريلوۍ ايکسپرېس د رېلپټلۍ په اوږدو کې پراتو هېوادونو ته د پرمختګ ګڼ فرصتونه برابر کړي دي.




































