په ملګرو ملتونو کې د چين استازي فو څونګ د نومبر په اتلسمه نېټه د ملګرو ملتونو د اتيايمي عمومي اسمبلۍ په عمومي غونډې کې د امنيت شورا د اصلاحاتو د مسئلې د سنجش پر مهال ويلي، چې جاپان د هغې غوښتنې د وړاندې کولو حيثيت نه لري چې د امنيت شورا دايمي غړی هېواد وګرځي.
نوموړي د تايوان مسئلې په هکله د جاپان د لومړۍ وزيرې سانای تاکايچي خبرې ډېرې ناسمې او خطرناکې یادې کړي او د چين په کورنيو چارو کې يې د هغې څرګنده لاسوهنه بللې ده.
فوڅونګ ويلي، د جاپان لومړۍ وزیرې د يوه چین د پېژندنې اصل مات کړی او د چين او جاپان د څلورو سياسي سندونو له روحيې یې سرغړونه کړې ده.
نوموړي زياته کړې، د جاپان لومړۍ وزیرې د نړيوال عدالت پر وړاندې چيلنجونه جوړ کړي، تر دويمې نړيوالې جګړې وروسته منځته راغلي نړيوال نظم ته يې زيانونه رسولي او د نړيوالو اړيکو بنسټيزو اصولو ته يې ضربه ورکړې او هم يې د سولې په لور د جاپان د روانېدو له بنسټيزې ژمنې څخه سرغړونه کړې ده.
جاپان د هغې غوښتنې د وړاندې کولو حيثيت نه لري چې د امنيت شورا دايمي غړی هېواد وګرځي.




































