د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د نومبر په ۱۸مې نېټې یوې نوبتي خبري ناستې ته ويلي، چې په همدې ورځ د دې وزارت د اسیايي چارو رياست مشر ليو جین سونګ په پلازمېنې بېجينګ کې د جاپان د بهرنيو چارو وزارت د اسيايي او اوقيانوسي چارو رياست له مشر کانای ماسااکي سره لیدلي او پر ځينو موضوعاتو يې سلامشورې کړې دي.
ليو جين سونګ له کانای ماسااکي سره په لیدنې کې يو ځل بیا د جاپان د لومړۍ وزیرې تاکاچي سانای د ناسمو خبرو په اړه سخت مخالفت ښودلی او ويلي يې دي، چې د تاکاچي سانای غلطې خبرې له نړيوال قانون او د نړیوالو اړيکو له اساسي اصولو سره په ټکر کې دي، له دوهم نړيوال جنګ وروسته منځته راغلي نړیوال نظام ته يې سخت زیانونه رسولي، د يو چين پېژندنې له اصل او د چين او جاپان له څلورو سیاسي تړونونو څخه يې سرعړونه کړې او د دواړو هېوادونو د اړيکو سياسي بنسټ يې ويجاړ کړی دی.
نوموړي له جاپان څخه غوښتي، چې خپلې ناسمې خبرې بېرته واخلي، د چين په کورنيو چارو کې دې مداخله نه کوي، شخړو ته دې لمن نه وهي او خپلې غلطۍ او تېروتنې دې په عمل کې سمې کړي او د دواړو هېوادونو د اړيکو سياسي بنسټ دې خوندي وساتي.




































