د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بيورو غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د نومبر په اتلسمې نېټې په بېجينګ کې د عرب ليګ له سرمنشي احمد ابو الغیط سره لیدلي دي.
وانګ يي له نوموړي سره په لیدنې کې ويلي، د چين او عربي هېوادونو ترمنځ اړيکې د رئيس شي جين پینګ او د عربي هېوادونو د مشرانو تر ستراتيژيکې لارښوونې لاندې تر ټولو ښه پړاو ته داخلې شوې دي. چين له عربي هېوادونو څخه ټينګ ملاتړ کوي چې له خپلو مشخصاتو سره سمه پرمختيايي لار، ستراتيژيکه خپلواکي او لا پياوړی يووالی ولري.
راتلونکی کال به د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له اويايمې کاليزې سره برابر وي او د چين او عربي هېوادونو ترمنځ دويمه سرمشريزه به هم په همدې کال کې په چين کې ترسره شي او دا به د دواړو خواوو ترمنځ د اړيکو د ميل تېږه ودروي.
احمد ابو الغیط ويلي، چين د فلسطين مسئلې په هکله تل عادلانه رويه غوره کړې او عرب د چين دغه کړنه ستايي او په تمه دي، چې په دې برخه کې نور هم رغنده رول ولوبوي او څو اړخيزې همکارۍ ورسره پراخې کړي.




































