د چين صدراعظم لي چيانګ د نومبر په ۱۸مې نېټې د روسیې په پلازمېنې مسکو کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د صدراعظمانو شورا په ۲۴مه غونډه کې ګډون او وينا کړې ده.
دغه غونډه د روسيې د صدراعظم ميسوسکين په مشرۍ ترسره شوې او د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو، کتونکو هېوادونو او ملګرو هېوادونو مشرانو او استازو، د کوربه هېوادونو مېلمنو او د اړوندو نړيوالو سازمانونو مسؤلينو پکې ګډون کړی و.
لي چيانګ يادې غونډې ته په وينا کې ويلي، چې شانګهای همکارۍ سازمان د نړيوال مديريت د سيسټم د ابادۍ او اصلاحاتو مهم ځواک بلل کېږي او وړتيا لري چې د نړيوال مديريت د وړانديز د پلي کولو له فرصت څخه په استفادې د نړيوال مديريت د پرمخبېولو په برخه کې لا مهم رول ولوبوي او په خبره يې:
۱. شانګهای همکارۍ سازمان له خپل غوره والي څخه ګټه اخيستلی شي.
۲. دغه سازمان پر پرمختګ او امنيت تمرکز لري.
۳. شانګهای همکارۍ سازمان د نوښت او اقتصادي جوړښت د بدلولو په برخه کې د حياتي ځواک د راپارولو، په علمي او تخنيکي او صنعتي نوښت کې د همکارۍ د لاپياوړتيا او د عنعنوي او دواملرونکو انرژيو په برخه کې د همکارۍ د پرمخبېولو لپاره ډېرې هڅې کوي.
لي چيانګ تر غونډې وروسته د دغه سازمان د غړو هېوادونو او برخه والو مشرانو سره ګډه اعلاميه او د سوداګرۍ او اقتصاد، پټليو، ټولنیز پرمختګ او ضمانت په برخو کې همکاريز سندونه لاسليک کړي او د دې سازمان د ابادۍ اړوند پرېکړه ليکونه يې منظور کړي دي.




































