د ګوند د چلند د لاښه توب لپاره د شي جين پینګ د مهمو خبرو کتاب د چين په پنځو سیمه ييزو يا قومي ژبو چاپ او نن د نومبر په ۱۹مې نېټې خپور شو.
دغه کتاب د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د ګوندي تاريخ او سندونو د څېړنيز انسټیټويټ له خوا تاليف شوی او د چين د قومي ژبو د ژباړن ادارې له خوا مغولي، ځانګ، اويغوري، قزاقي او کوریايي ژبو ته ژباړل شوی او د دغه هېواد د قومي مطبعې له لوري چاپ شوی دی.




































