برازیل کې وسله والو پر یوه ښوونځي برید کړی او ۲۱ کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. د راپورونو له مخې وسله والو مخونه پټ کړي وو او د زده کوونکو تر وژل کېدو وروسته یې ځانونه هم وژلي دي. په پېښه کې ۹ زده کوونکي او د ښوونځي دوه کارکوونکي وژل شوي دي. تر څنګ یې لس کسه نور په دې پېښه کې ټپیان دي. د برازیل حکومت ویلي، د برید کوونکو اصلي موخه نه ده روښانه شوې خو په اړه یې تحقیقات کوي. دا پېښه داسې مهال کېږي چې د برازیل اوسني ولسمشر په دغه هېواد کې وګړو د وسلې ورکولو په برخه کې اسانتیاوې رامنځ ته کړې دي. له دې سره سم په دغه هېواد کې د وسله والو بریدونو خبرونه هم ډېر شوي دي.





































