د قانون د رول په اړه د شي جين پينګ د مفکورو د زده کړې مرامنامه (د ۲۰۲۵م کال ټوک) ، چې د ۲۰۲۱م کال د ټوک پر بنسټ اصلاح او بشپړه شوې، په دې وروستيو کې په چين کې نشر شوې ده.
په دې کتاب کې د قانون د رول په اړه د شي جين پينګ د مفکورو مهم ارزښت، مرکزي اصول، روحيې، غني موضوعات او عملي غوښتنې په سيسټماتيک ډول بيان شوې دي.
نوموړی کتاب د قانون د رول په اړه د شي جين پينګ د مفکورو د زده کړې او تطبيق لپاره باوري لارښوونکی کتاب دی.




































