د چین صدراعظم لي چیانګ د نومبر د ۱۹مې نېټې په شپه په ځانګړې الوتکه کې د زامبیا پلازمېنې لوساکا ته رسېدلی او له دغه هېواده يې رسمي سفر پيل کړی دی.
لي چیانګ رسنيو ته ويلي، زامبیا د جنوبي افریقا لومړی هېواد دی چې له چین سره یې ډیپلوماتیکې اړیکې جوړې کړي او ترمنځ يې دوستي ژور او اوږد تاریخ لري.
نوموړي ويلي، د چین او زامبیا مشرانو د ۲۰۲۴م کال په سپتمبر کې د چین – افریقا د همکارۍ فورم د بېجینګ سرمشریزې په څنډې کې لیدنه وکړه او د دواړو هېوادونو د هر اړخیزو ستراتیژیکو همکاریزو اړیکو د لا ژورتیا لاره يې روښانه کړه.
چین به له زامبیا سره څو اړخیزه همغږي او همکارۍ نورې هم پیاوړې کړي، د نړۍ له پرمختیايي هېوادونو سره به په ګډه نړیوال نظام او عدالت وساتي او د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې ابادۍ ته به وده ورکړي.



































