د چین او جاپان ډيپلوماتانو د نومبر په ۱۸مې نېټې په پلازمېنې بېجینګ کې پر ځينو مهمو موضوعاتو مشورې کړې دي.
چین د جاپان د صدراعظمې سانای تاکایچي د ناسمو څرګندونو په اړه یو ځل بیا سخت اعتراض کړی او له جاپانه یې غوښتي چې خپلې څرګندونې بېرته واخلي، د چین په کورنيو چارو کې دې لاسوهنې نه کوي، د خپلو غلطیو د سمولو لپاره دې واقعي اقدامات وکړي او د چین او جاپان د اړیکو سیاسي بنسټ دې خوندي وساتي.
سانای تاکایچي د روانې میاشتې په ۷مې نېټې ويلي وو، چې د تایوان په مسئلې کې پوځي مداخله ممکنه ده.د چین حکومت د سانای تاکایچي پاروونکې خبرې په سختو ټکو وغندلې او پر وړاندې يې د کلکې مقابلې خبر ورکړ. د چین د بهرنیو چارو مرستیال وزیر په بېجينګ کې د جاپان سفیر احضار کړ او سخت اعتراض یې ورته وکړ. د چین څو وزارتونو جاپان ته خبرداری ورکړی او بهرنيو چارو وزارت یې چیني اتباعو ته لارښوونه کړې، چې جاپان ته له سفر کولو ډډه وکړي.
د چین لپاره د تایوان مسئله ډېره مهمه ده. د جاپان لومړۍ وزیرې تاکایچي له نړیوالو نظرونو څخه سرغړونه کړې او ښايي دا ناوړه پایلې ولري.
چین د جاپان تر ټولو لوی سوداګریز همکار دی. د جاپان د نومورا څیړنیز انسټیټیوټ (NRI) په دې وروستیو کې ویلي، که جاپان ته د چیني سیلانیانو شمېر کم شي، نو ښايي د جاپان اقتصاد ته ۲ اعشاریه ۲ ټریلیونه جاپاني ینه، چې ۱۳ ميليارډه او ۹۸۱ ميليونه امريکايي ډالره ترې جوړېږي، زیان ورسېږي.
په جاپان کې هم ډېرو خلکو د تاکایچي ناسمې څرګندونې غندلي او اندېښنه يې ښودلې ده. چین تاریخي مسؤليت او دنده لري. د چین ځواب نه یوازې د خپل ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتلو په اړه دی، بلکې تر دوهمې نړيوالې جګړې وروسته د منځ ته راغلي نړيوال نظام او سیمه ییزې سولې د ساتلو لپاره هم دی او د جاپاني ميلتاريزم پر بیا را ژوندي کېدو قوي فشار دی.
روان کال د جاپان د تيري پر ضد د چينايانو د مقاومت جګړې او د فاشيزم ضد نړيوالې جګړې د برياليتوب له ۸۰مې کلیزې سره برابر دی. د تاکايچي کړنې د بریا لاسته راوړنې ردوي او نړیوال نظم ننګوي او د چین د ځوابي اقداماتو اهمیت او اړتیاوې نوره هم روښانه کوي.
د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شویګو په دې وروستیو کې ویلي چې سانای تاکایچي د تاریخي تعدیل پالیسي تعقیبوي. جاپان د روسيې پر ضد ډېرې داسې څرګندونې کړي چې له روسیې سره د اړیکو د عادي کولو لپاره د جاپان له اعلان شوې ارادې سره په ټکر کې دي. بر سېره پر دې، سانای تاکایچي په دې وروستیو کې دا ادعا هم کړې چې د دوکودو ټاپو د جاپان د خاورې یوه طبیعي برخه ده. د کوریا جمهوریت حکومت د دې ادعا په اړه کلک اعتراض وکړ او په نومبر کې یې ورسره ګډ پوځي تمرینونه هم وځنډول.
د جاپان ګاونډيو هېوادونو د تاکایچي پارونکې څرګندونې او کړنې غندلې دي. دا د دې ښکارندويي کوي، چې جاپان په ختیځه اسیا کې د سولې لپاره د خطر زنګ او بدامنۍ لویه سرچینه ده.
نړیواله ټولنه باید لاسونه یو کړي او بايد ډاډ ترلاسه کړي، چې جاپانی ميلتاريزم به بیا نه را ژوندی کېږي او د نړۍ سوله او ثبات به نور نه کمزوري کېږي.




































