راتلونکی ۲۰۲۶م کال به د چين او اسيان ترمنځ د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزيو اړيکو د ټينګېدو له ۵مې کليزې سره برابرې وي. دواړه خواوې له تېرو پنځو کلونو راهيسې يو د بل لوی سوداګريز همکاران پاتې شوي دي.
د چين د ګمرکاتو ادارې شمېرې ښيي، چې په ۲۰۲۴م کال کې د چين او اسيان ترمنځ د توکو د سوداګرۍ عمومي ارزښت ۹۸۲ ميليارډه او ۱۰۰ ميليونه امريکايي ډالره و، چې دا رقم د تاريخي ريکارډونو لوړې کچې ته رسېدلی او په ۲۰۰۲م کال کې د چين او اسيان ترمنځ د ازادې سوداګريزې سيمې د ابادۍ د پيل په پرتله ۱۶ اعشاريه ۹ سلنه زياتوالی ښيي.
د روان ۲۰۲۵م کال په تېرو لسو مياشتو کې د چين او اسيان ترمنځ د سوداګرۍ عمومي ارزښت ۸۶۲ ميليارډه او ۷۰۰ مليونه امريکا يي ډالره ښودل شوی، چې دا بیا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۸ اعشاريه ۲ سلنه زياتوالی ښيي.




































