د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ د نومبر په ۱۹مه نېټه رسنیو ته ویلي، د جاپان د لومړۍ وزیرې سانای تاکاچي هغو ناسمو خبرو، چې څو ورځې وړاندې يې د دغه هېواد په پارلمان کې د تایوان په اړه کړې وې، د دواړو هېوادونو د اړیکو سیاسي بنسټ ویجاړ کړی او د چینایانو پراخ احتجاج او غندنې يې راپاورولې دي.
نوموړې له جاپان څخه غوښتي، چې خپلې ناسمې خبرې بېرته واخلي او د چین په کورنيو مسئلو کې دې له لاسوهنې ډډه وکړي او شخړې دې نه راپورته کوي.
ماو نینګ ويلي، جاپاني چارواکي باید د تېروتنو د سمولو لپاره عملي تدبیرونه ونیسي او د دواړو هېوادونو د اړیکو سیاسي بنسټ باید وساتي.
مېرمن ماو نینګ زیاته کړې، که جاپان خپلو تېروتنو ته دوام ورکړي، نو چین به هم مجبور شي چې پر وړاندې يې کلک تدبیرونه ونیسي او ټولې بدې نتیجې به د جاپان پرغاړه وي.




































