د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سیاسي بیورو غړي او د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د نومبر په ۱۹مې نېټې په بېشکيک کې د قرغېزستان له بهرنیو چارو وزیر کلوبايف سره لومړۍ ستراتېژيکې خبرې کړې دي. دواړو لوریو د چین او قرغېزستان د مشرانو د مهمو توافقونو د پلي کولو او د ستراتیژیکو اړیکو د پیاوړتیا په اړه هراړخیزې او ژورې مشورې کړي او تفاهم ته رسیدلي دي.
دوی د چین او قرغېزستان د بهرنیو چارو وزیرانو د ستراتېژیکو خبرو د میکانیزم اعلان هم کړی دی.
وانګ يي ویلي، چین او قرغېزستان د مشرانو په لارښوونې خپلمنځي سياسي باور ډېر کړی او هراړخیزو همکاريو يې ژور پرمختګ موندلی دی او د ستراتېژیکو خبرو د میکانیزم جوړونه یې د دواړو هېوادونو د مشرانو د توافقونو د عملي کولو لپاره یو مهم ګام بللی دی.
نوموړي ويلي، د نړۍ لوی او کوچني هېوادونه برابر دي او هېواد يې پر ښه ګاونډیتوب او دوستانه پالیسيو ټینګار لري او قرغېزستان ته يې د ډیپلوماتیکو اړیکو په لومړیتوبونو کې ځای ورکړی دی.
کلوبايف د چین له هغه پياوړي ملاتړ څخه مننه کړې، چې د قرغېزستان د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ لپاره یې مرستې برابرې کړې دي او هيله يې ښودلې، چې دواړه هېوادونه د مشرانو د لارښوونې په رڼا کې «د قرغزستان ـ چین د ګډ برخلیک ټولنه» جوړه کړي.
کلوبايف په ټينګار ويلي، چې قرغېزستان د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار لري او د شینجیانګ، شيځانګ، هانګ کانګ او د چین د ټولو اصلي ګټو اړوند مسایلو کې به ورڅخه ملاتړ وکړي.
له خبرو وروسته، دواړو لوریو ((د چین او قرغېزستان د بهرنیو چارو وزیرانو د لومړيو ستراتېژیکو خبرو ګډه اعلامیه)) خپره کړې او ((د ۲۰۲۶—۲۰۲۷ کلونو لپاره د چین او قرغېزستان د بهرنیو چارو وزارتونو د همکارۍ چوکاټ)) يې لاسلیک کړی دی.




































