د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو شورا ۲۴مه غونډه په دې وروستیو کې د چین په تیان جین ښار کې ترسره شوه. دغه غونډه د نړیوالو رسنیو د خبرونو سر ټکی ګرځېدلې او نظرخاوندانو يې په اړه مثبت نظرونه ورکړي دي.
د چین صدراعظم لي چیانګ په يادې غونډې کې ګډون او وينا کړې او له شانګهای همکارۍ سازمان یې غوښتي، چې د نړیوالې حکومتولۍ وړانیز پلی کړي، خپلمنځي یووالی وساتي او کړنې او نفوذ نور هم پراخ کړي.
د يادې غونډې ګډونوالو موافقه کړې، چې د تیان جین د سرمشریزې پایلې او د نړیوالې حکومتولۍ وړاندیز به پلی کوي او شانګهای همکارۍ سازمان ته به دا زمينه برابروي، چې په نړيوالې حکومتولۍ کې ستر رول ولوبوي.
د شانګهای همکارۍ سازمان غړو هېوادونو له غونډې وروسته په يوې ګډې اعلاميې کې پر دې ټينګار کړی، چې تصویب شوي سندونه به ټول پلي کوي.
د شانګهای همکارۍ سازمان پر جوړېدو ۲۴ کاله اوښتي او اوسمهال د نړۍ تر ټولو لوی سیمه ییز سازمان دی، چې نه یوازې د خپلو غړو هېوادونو ګډې ګټې ساتي، بلکې نړیوالې سولې او پرمختګ ته هم وده ورکوي.
نړۍ د ګډوډۍ او بدلون نوي پړاو ته داخله شوې ده. د چین دولت رئیس شي جین پینګ د روان کال په سپتمبر کې د شانګهای همکارۍ سازمان د تیان جین سرمشریزې کې د نړیوالې حکومتولۍ نوښت وړاندیز کړی دی.
په دغه وړانديز کې د نړیوالو بدلونونو پر وړاندې د مقابلې لپاره د چین پوهه، ځيرکتيا او حکمت او د ځينو مسئلو حل لارې وړاندې شوې دي.
چین په یاده سرمشریزه کې ۳ وړاندیزونه کړي: شانګهای همکارۍ سازمان دې ځانګړی غوره والی ولوبوي، د پرمختګ او امنیت په شمول پر ۲ مهمو برخو دې تمرکز وکړي او د نوښت غښتلی خوځنده ځواک دې ولټوي.
چين د شانګهای همکارۍ سازمان بسنټګر دی او پرمختک یې له همدې سازمان سره تړلی دی. شمېرې ښيي، چین په ۲۰۲۴م کال د شانګهای همکارۍ سازمان له نورو غړو او څارونکو هېوادونو سره سوداګريز ارزښت شاوخوا ۸۹۰ اعشاریه ۳ ملیارډو ډالرو ته رسولی، چې دا د دغه هېواد د بهرني سوداګریز ارزښت شاوخوا ۱۴ اعشاریه ۴ سلنه جوړوي.
د چین د کمونیست ګوند د ۲۰مې مرکزي کمېټې ۴مه عمومي غونډه په دې وروستیو کې بېجينګ کې ترسره شوه. په دغه غونډه کې د چین د راتلونکي پنځه کلن پرمختګ نوې نقشه طرحه شوې او د ورخلاصون، همکاريو او د ګډو ګټو پر بنسټ د سمسورتیا د شریکولو په اړه پکې فعالې نښې خپرې شوې دي.
د شانګهای همکارۍ سازمان غړي هېوادونه به د پرمختګ پر نوې لارې د نړیوالې حکومتولۍ نوښتونه پلي کړي او دغه سازمان به یو متحد، ټولشموله، باثباته او سوکاله سازمان وګرځي او نړیوالې سولې او پرمختګ ته به انرژي ورکړي.




































