د اټومي انرژۍ د نړیوالې اېجنسۍ شورا د نومبر په ۲۰مې نېټې د ایران د اټومي مسئلې په اړه يو پرېکړه ليک تصویب کړی، چې له مخې به یې پر دغه هېواد د بندیزونو د چټکې اعادې ميکانېزم بیا پیل شي.
دغه پرېکړه ليک د برېتانیې، فرانسې، جرمني او امریکا په هڅو تصویب شوی دی.
په دغې ايجنسۍ کې د چين دايمي استازي لي سونګ د بېجينګ دريځ څرګند کړی او پر دې يې ټينګار کړی، چې زور او مقابله د ايران اټومي مسئله نه شي حلولای.
لي سونګ په اشارې ويلي، اسرائيل او امريکا د روان کال په جون کې د ایران پر اټومي تاسیساتو بریدونه وکړل او د دغه هېواد د اټومي مسئلې وضعیت کې يې لوی بدلون راوست او په خبره یې، اوس برېتانیې، فرانسې او جرمني یو اړخیز عمل کړی او پر ايران يې د بندیزونو میکانیزم بيا پیل کړی دی او دغې پرېکړې يې د ایران او يادې ايجنسۍ ترمنځ د همکاريو فضا ته سخت زیان رسولی دی.
لي سونګ په ټينګار ويلي، چې د اټومي انرژۍ نړيواله ايجنسي باید د ايران د اټومي مسئلې په اړه د بحثونو د عادي ترسره کېدو لپاره هڅې وکړي او د دې مسئلې د سياسي او ډيپلوماتيکو هڅو د نوي پړاو لپاره باید مثبته فضا برابره کړي، څو دغه مسئله د شخړې په لور لاړه نه شي او د تاوتریخوالي مخه ونيول شي.




































