د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون چوکاټي تړون د لاسليک کوونکو د ۳۰ مې غونډې يا کوپ ۳۰مې په څنډه کې د چين پويليان يا نندارځي کې د ډيجيټل ورځې په نوم فعاليت ترسره شو او ګډونوالو يې د نړۍ په اقليمي مديريت کې له مصنوعي ځيرکو ټېکنالوژيو څخه د استفادې په اړه نظريې شريکې کړې دي، دغه راز چين پکې له اقليمي بدلون سره د مقابلې لپاره نوې ټېکنالوژۍ نندارې ته وړاندې کړې دي.
په ياده غونډه کې د چيني پلاوي مشر او د دغه هېواد د ايکولوژيک چاپېريال وزارت معين لي ګاو د نومبر په ۱۸مې يوې فرعي ناستې ته ويلي، چې ډيجيټل بهیر او زرغون بهیر مخ پر ودې روان دي او پرمختګ يې د بېلا بېلو خواوو بصيرت، متنوع څېړنو او نوښتګرو عملونو ته اړتيا لري.
نوموړي هيله ښودلې، چې بېلا بېلې خواوې نوښتونو ته دوام ورکړي او د اقليم په وړاندوينه، د مصیبتونو په نظارت او عامه خدماتو کې د مصنوعي ځيرکتيا څېړنې او ورڅخه استفادې پراخې کړي او د نړۍ د اقليم د مديريت وړتياوې لوړې کړي.




































