د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د نومبر په ۲۰مه نېټه د دې وزارت د نوبتي خبري ناستې مشري کړې ده.
جاپاني چارواکو په دې وروستيو کې ويلي، چې هېواد يې له چين سره د خبرو او تماس په اړه پرانيستې رويه لري.
خبريالانو ماو نينګ پوښتلې، چې ايا د جي شل د سرمشريزې په څنډې کې به د چين صدراعظم او د جاپان مشر لیدنه ولري؟
مېرمن ماو نينګ د يادې پوښتنې په ځواب کې ويلي، د چين صدراعظم لي چيانګ د جي شل په سرمشريزې کې د ګډون په څنډې کې له جاپاني مشر سره د ملاقات وخت نه دی ترتيب شوی.
ماو نينګ ويلي، جاپان په زور تايوان يرغل کړی و او پر دغې سيمې يې نیمه پيړۍ استعماري تسلط درلود. جاپاني يرغلګرو په تايوان کې زيات جرمونه کړي او د سيمې په تاريخ کې توره پاڼه لري.
ماو نينګ زياته کړې، روان کال له جاپاني يرغلګرو څخه د چين د تايوان د بيا ازادېدو له ۸۰مې کليزې سره برابر دی او جاپان بايد دا حيقيت هېر نه کړي، چې تايوان د چين يوه برخه ده او چارې يې په جاپان پسې هیڅ تړاو نه لري.




































