پنجشنبه, جولای 23, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ای او ایم: د نورستان سېلاب‌ځپلې کورنۍ بېړنیو مرستو او سرپناه ته اړتیا لري

    سمنګان کې؛ د صنعتي پارک لپاره ۵۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوه

    اروپايي ټولنې؛ د نورستان له سېلاب‌ځپلو سره خواخوږي څرګنده کړې

    بښنې نړیوال سازمان: د روږدو د درملنې پر مرکز برید دې د احتمالي جنګي جرم په توګه وڅېړل شي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ای او ایم: د نورستان سېلاب‌ځپلې کورنۍ بېړنیو مرستو او سرپناه ته اړتیا لري

    سمنګان کې؛ د صنعتي پارک لپاره ۵۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوه

    اروپايي ټولنې؛ د نورستان له سېلاب‌ځپلو سره خواخوږي څرګنده کړې

    بښنې نړیوال سازمان: د روږدو د درملنې پر مرکز برید دې د احتمالي جنګي جرم په توګه وڅېړل شي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

نهرو او قبايل

لیکنه: صفیه حلیم

سپتمبر 30, 2018
in لیکنې
0 0

دا عکس د ۱۹۴۶ ز کال د اکتوبر په ۱۷ مه د رزمک په یوې جرګې کې واخیستل شو. یو سپین ږیری د پنډت نهرو مخې ته په قهر ولاړ دی.

جواهر لال نهرو هغه وخت د هند خارجه وزیر و او صوبه سرحد ته یې له خپل سفر نه مخکې پښتنو ملکانو او خانانو ته لیکونه ور استولي وو. په ځواب کې ځینو ورته د هر کلي پیغامونه لېږلي وو. د صوبې په اسمبلۍ (پارلمان) کې د ملتپالو غړو شمېر زیات و او اعلی وزیر ډاکتر خان (د باچاخان ورور) لېوال و چې نهرو باید د صوبه سرحد له خلکو او په تېره بیا له  «ایپي فقیر» سره وویني.

نهرو د اکتوبر په ۱۷ مه په یوه وړه پوځي الوتکه کې میران شاه ته ورغلو. کله چې الوتکه په میران شاه کې کېناسته،  له غرونو ورباندې ډزې وشوې. هلته ۴۰۰ شاوخوا اتمانزي وزیر ملکان د جرګې لپاره راټول وو. د باچاخان له پښتو خطاب وروسته دوی د نهرو خبرې نه اورېدې. یو چا ناره کړه چې د هند تېر حکومت له مسلمانانو سره ښه سلوک نه کاوه. ډاکتر خان ترې پوښتنه وکړه، ایا تاسو د انګریزانو تر لاس لاندې ژوند غواړئ؟ یوه ملک ورته وویل چې نه! موږ له انګریز سره په جنګ کې وینې تویې کړې دي او د بهرنیانو حکومت نه منو، مونږ په خپل حال پرېږدی.

بیا نهرو په الوتکه کې رزمک ته ورغلو. هلته ۱۰۰ شاوخوا مسید ملکان د انګریز استازي په مېشتځي کې راټول او د نهرو خبرو ته يې غوږ ونیوو. تر هغې ده هم خپله لهجه بدله کړې وه چې دی په هغوی حکومت کول نه غواړي؛ بلکې د مینې له پیغام سره راغلی دی. ناستو خلکو ورته وویل چې دوی هغه خپل مشر نه ګڼي او محمد علي جناح ته به خپل حال ووایي. هغه وخت خبرې ترخې شوې کله چې یو ملک په ډاکتر خان اعتراض وکړ. نهرو جرګه ختمه کړه او وويل چې دی د خپل همکار سپکاوی نه شي زغملی. پنډت نهرو د انګریز سیاسي استازي «رابرټ هاډسن» ته مخ واړاوه چې تاسو له دغو بېچاره پینشن خوارانو نه وېرېږی؟ دغه خبره چا مسیدو ته وژباړله چې دا یو ډول پېغور و. هم هغه وخت سپین ږیری ملک مهردل مسید وړاندې شو او نهرو ته يې له ښکنځلو سره سره د یوې څپېړې ورکولو ته لاس اوچت کړو، خو انګریز يې لاس ونیولو.

له دې وروسته نهرو واڼه ته لاړ، خو هلته احمدزیو او وزیرو ورسره د لیدو نه انکار وکړ. ایپي فقیر (میرزا علي خان) د ملاقات پر ځای نهرو ته یو لیکلی پیغام ور واستاو چې زه د هغو ټولو خلکو ملاتړی یم کوم چې د خپلواکۍ لپاره مبارزه کوي. دوی ټانک او جنډولې ته هم ورغلل چې هلته قبایلو ورته ګډان او د تناره ډوډۍ راوړه. د خیبر اپریدو له نهرو سره د لیدو نه انکار وکړ.

په پېښور او نورو ځایونو کې د باچا خان مخالف د مسلم لیګ یو مشر عبد القیوم خان د مظاهرو تابیا کړې وه. ده نه غوښتل چې سرخ پوش له دغه موقع څخه سیاسي ګټه واخلي. وروسته ملتپالو انګریزان په دې تورن کړل چې قبایل یې لمسولي دي. د دې دعوې تر شا څه نا څه حقیقت و، ځکه ملک مهردل ته انګریزانو زیات مراعات ورکړي وو او خپل قام ورته د شک په سترګه کتل.

Share6Tweet4Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

ای او ایم: د نورستان سېلاب‌ځپلې کورنۍ بېړنیو مرستو او سرپناه ته اړتیا لري

جولای 23, 2026

د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې شوې

جولای 23, 2026

قالیباف: د هرمز تنګي امنیت د امریکايي ځواکونو له وتلو سره تړلی

جولای 23, 2026

سمنګان کې؛ د صنعتي پارک لپاره ۵۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوه

جولای 23, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In