د چین کمونېست ګوند مرکزي کمېټې د نومبر په ۲۰مه نېټه د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې د ملګري هو یاو بانګ د زوکړې د ۱۱۰مې کلیزې ياد تازه کړ او يوه مباحثوي غونډه يې ترسره کړې ده.
د چین دولت رئیس، د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د مرکزي پوځي کمیسیون مشر شي جين پينګ یادې غونډې ته مهمه وینا کړې او په خپلو خبرو کې یې د ملګري هو یاو بانګ مهمو خدمتونو ته بیاکتنه کړې ده.
نوموړي ويلي، ملګری هو یاو بانګ د چین د کمونېست ګوند وتلی سیاستوال او انقلابي شخص و او د هېواد د خپلواکۍ، سوسیالستي انقلاب او ابادۍ، اصلاحاتو او ورخلاصون او د هېواد د عصري کېدو جریان لپاره یې نه هېرېدونکي خدمتونه کړي دي.




































