روان کال د اقلیمي بدلون ضد د پاریس تړون د لاسلیکېدو له لسمې کلیزې سره برابر دی. د چين مېډيا ګروپ سي جي ټي ان يوه سروې خپره کړې او د ۴۸ هېوادونو ۳۳ زرو کسانو په دې سروې کې ګډون کړی دی. ۹۱ سلنه ګډونوال په دې اند دي، چې په دې وروستيو کلونو کې نړۍ کې سختې اقليمي پېښې په چټکۍ زياتې شوې دي. ۸۹ اعشاريه ۲ سلنه ګډونوال په دې نظر دي، چې د سختو اقليمي پېښو له زیاتېدو څخه دا څرګنده شوې، چې نړيوال اقليم مخ په سختېدو روان دی. ۹۰ سلنه ګډونوالو ويلي، چې نړيواله ټولنه بايد سمدلاسه د اقليمي بدلون ضد تدبيرونه ونيسي.
په دې سروې کې ۷۶ اعشاريه ۷ سلنه ګډونوال په دې اند دي، چې چین د شنو خونو د ګازونو د ايستنې اندازه ښه کنټرول کړې. ۷۰ اعشاريه ۵ سلنه ګډونوالو د بادي برېښنا او لمريزې برېښنا د اساسي تأسيساتو د جوړولو په برخه کې د چين د لاسته راوړنو ستاينه کړې. ۷۹ اعشاريه ۹ سلنه ګډونوال په دې نظر دي، چې چين د اقليمي چارو د ادارې په برخه کې د نورو هېوادونو لپاره ګټوره نمونه برابره کړې ده.




































