په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي فو څونګ د نومبر په ۲۱مه نېټه د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترېش ته لیک واستاوه او د جاپان د لومړۍ وزیرې سانای تاکایچي له خوا د چین ضد او ناسمو څرګندونو په تړاو د چین د حکومت دریځ بیان کړ.
فو څونګ په لیک کې وویل، چې د جاپان لومړۍ وزیرې سانای تاکایچي د دغه هېواد د پارلمان په غونډه کې په ښکاره ډول د چین د تایوان چارو په اړه پاروونکې څرګندونې کړې دي. دغه څرګندونې په بشپړ ډول ناسمې، خورا خطرناکې او ډېر بد اغېز لرونکې دي. د چین له څو ځل جدي تماسونو او سخت مخالفت څرګندونو وروسته، جاپاني لوری لا هم خپلې تېروتنې نه مني او د خپلو ناسمو څرګندونو له بېرته اخیستلو انکار کوي. په ټوله کې چین پرې جدي شکايت او احتجاج کړی دی.




































