د چين د ۱۵مې دورې ملي لوبې د نومبر په ۲۱مه نېټه د ګوانګ دونګ ولايت په شن جن ښار کې پای ته رسېدلې.
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو دايمي غړي او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې مشر وانګ هو نينګ د يادو لوبو د پای ته رسېدو اعلان کړی دی.
د چين د ۱۵مې دورې ملي لوبې هغه لويه سپورټي سيالي ده، چې د ګوانګ دونګ ولایت، هانکانګ او مکاو سيمو لخوا د لومړي ځل لپاره په ګډه تر سره شوې. دغه لوبې په سپورټي برخه کې ” د يوه هېواد او دوو نظامونو“ پاليسۍ ابتکاري هڅه ده او د ګوانګ دونګ ولایت، هانکانګ او مکاو سيمو د باکيفيته پرمختګ لپاره به خدمت وکړي.




































