د جاپان لومړۍ وزیرې سانای تاکایچي د نومبر په ۲۱مه نېټه وویل، چې له چین سره د ستراتېژیکو متقابلو ګټو د اړیکو د پراختیا په اړه جاپاني دریځ نه دی بدل کړی.
د نوموړې څرګندونې په اړه د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ د روانې نومبر میاشتې په ۲۱مه نېټه رسنیو ته وویل، په دې وروستیو کې د جاپان لومړۍ وزیرې سانای تاکایچي د تایوان په اړه ښکاره ناسمې څرګندونې کړې دي او د تایوان په چارو کې یې د جنګي امکان اشاره کړې ده، چې د چینایانو سخت غبرګون او غندنه یې راپارولې ده.
چین له دې ډول څرګندونو سره جدي مخالفت کړی او کوي یې.
هغې زیاته کړه، که جاپاني لوری رښتیا غواړي له چین سره ستراتېژیکې متقابلې ګټې اړیکې پرمخ یوسي او د نوې زمانې رغنده او باثباته چین ـ جاپان اړیکې جوړې کړي، نو باید د چین او جاپان د څلورو سیاسي اسنادو روحیې او خپلې سیاسي ژمنې په جدي توګه عملي کړي، سمدستي دې خپلې ناسمې څرګندونې بېرته واخلي او د چین په اړه خپلې ژمنې دې په واقعي توګه عملي کړي.




































