د چین صدراعظم لي چيانګ د نومبر په ۲۱مه نېټه د جنوبي افريقا په جوهانیسبورګ کې د دې هېواد له ولسمشر ماتاميله سيريل رامافوسا سره لیدنه کړې ده.
لي چيانګ په دې ليدنه کې نوموړي ته د چین دولت رئيس شي جين پينګ نېکې هيلې او پېرزوینې وړاندې کړې او هيله يې څرګنده کړې، چې له جنوبي افريفا سره يو ځای د دواړو هېوادونو د ګډ پرمختګ او د چين او افريقا د همکارۍ د پياوړتيا لپاره هڅې وکړي.
ماتاميله سيريل رامافوسا په دې ليدنه کې له لي چيانګ غوښتي، چې رئیس شي جين پينګ ته د ده سلامونه او نېکې هيلې ورسوي او څرګنده کړې يې، چې جنوبي افريقا د یو چين پېژندنې پر اصل ټينګار لري، تايوان د چين د خاورې يوه نه بېلېدونکې برخه ګڼي او له چین سره به د ګډې علاقې وړ مسئلو په تړاو يو له بل څخه ملاتړ وکړي. هغه له چين څخه مننه څرګنده کړې، چې د جنوبي افريقا د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ لپاره يې ملاتړ او مرسته برابره کړې او هيله يې ښودلې، چې له چين سره د سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې همکارۍ پياوړې کړي، څو د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټې ورسوي.




































