د چين او امريکا ځواکونو د نومبر له ۱۸مې نېټې څخه تر ۲۰مې نېټې پورې د امريکا په هواي ايالت کې د ۲۰۲۵م کال لپاره د سمندري نظامي امنيت په اړه د دواړو هېوادونو د سلامشورو ميکانيزم د کاري ډلو دوهمه ناسته او کلنۍ غونډه تر سره کړې ده.
دواړو خواوو د چين او امريکا د سمندري او هوايي امنيت د وضعيت په اړه د نظريو تبادلې کړې، د دواړو هېوادونو د ځواکونو په سمندري او هوايي ملاقاتونو کې د امنيتي کړنو د اصولو د عملي کېدو حالت يې ارزولی، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سمندري نظامي امنيت د اقداماتو د ښه والي او د دواړو کاري ډلو د ۲۰۲۶م کال د اچنډا په اړه يې بحثونه کړي دي.
دواړو خواوو په دې اړه توافق درلودلی، چې د دغه ميکانيزم غونډې د چين او امريکا د سمندري او هوايي ځواکونو ترمنځ د مسلکي او امنيتي چلند د ښه والي لپاره ګټورې دي او د غلط تفاهم او خطرونو د مخنيوي په برخه کې له دواړو خواوو سره مرستې کولی شي.
چيني لوري ويلي، هېواد يې د امريکا له هغو ټولو کړنو سره، چې د هوايي چلند د ازادۍ په پلمه د چين ملي حاکميت او امنيت ته زيانونه رسوي او له هر ډول تيری کوونکو او پاروونکو کړنو سره مخالفت کوي.



































