د صربيا صدراعظم دورو ماکوټ له چين څخه د خپلې لومړنۍ لیدنې په ترڅ کې له چين ميډيا ګروب سره ځانګړې مرکه کړې.
نوموړي په مرکه کې د چين د ۱۵م پنځه کلن پلان په اړه ویلي، چې د چين پنځه کلن پلان په نړۍ کې هم ځانګړتيا لري. داسې اوږدمهالي پلان د چين چټک پرمختګ او اوسنی بریاليتوب ډاډمن کړی.
ماکوټ ويلي، چې د نړیوالې ادارې، د انسانانو ګډ برخليک ټولنې او نړیوالو اړیکو په اړه د چين مفکورې او وړانديزونه د ملګرو ملتونو له منشور سره سمون لري. د نړیوالې ادارې وړانديز له مخې، موږ بايد د ټولو هېوادونو غږونو ته واورو.




































