د چين د بهرنیو چارو وزير وانګ يي د نومبر په ۲۲مه نېټه د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې له خپل تاجکستاني سيال سيراج الدين مهرالدين سره لومړی ستراتيژيک ډيالوګ تر سره کړی. دوی د دواړو هېوادونو د مشرانو د ګډې موافقې د پلي کولو او د دوه اړخيزو همکاريو د نور ژورتيا په اړه د نظريو تبادله کړې، موافقه يې جوړه کړې او د بهرنيو چارو وزيرانو د ستراتيژيک ډيالوګ ميکانيزم يې په ګډه سره پيل کړی.
يادو دواړو خواوو لا هم د افغانستان مسئلې په اړه د نظريو تبادله تر سره کړې. وانګ يي ویلي، چې افغانستان د چين او تاجکستان ګډ ګاونډی هېواد دی، هېواد يې غواړي د سيمه ييزې سولې او ثبات لپاره له تاجکستان سره په افغانستان مسئلې باندې همغږي او همکارۍ نورې ټينګې کړي او د افغانستان له بيا رغونې او پرمختګ څخه ملاتړ وکړي.
دواړو خواوو له ياد ډيالوګ وروسته د چين او تاجکستان د بهرنيو چارو وزيرانو د لومړي ستراتيژيک ډيالوګ ګډه اعلاميه خپره کړې.




































