د چين خارجه وزير وانګ يي د نومبر له ۱۹مې تر ۲۲مې نېټې پورې له قرغېزستان، ازبکستان او تاجکستان څخه رسمي لیدنه وکړه او هلته يې د دريو هېوادونو له خارجه وزيرانو سره ستراتيژيکې خبرې او له مشرانو سره يې د نظريو دوستانه تبادلې کړې دي.
نوموړی د دغه سفر تر پای ته رسېدو وروسته چيني رسنيو سره غږېدلی او د سفر په اړه یې مالومات ورکړي دي.
وزير وانګ يي ويلي، درېواړه هېوادونه د چين بريالی اداري موډل زيات ستايي، غواړي د چين له ګټورو تجربو څخه زده کړې وکړي او هم تمه لري چې چين د سيمې مختلفو هېوادونو او نړۍ ته ثبات راوړي.
راتلونکی کال به د چين د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د پنځلسم پنځه کلان پلان لومړی کال وي. د نوموړي په خبره، چين به له دغه فرصت څخه په ګټې اخيستنې د منځنۍ اسيا له مختلفو هېوادونو سره د خپلمنځي همکاريو ساحې پراخې کړي، محتويات به يې غني کړي او کيفيت او اغېزمنتوب به يې لوړ او بالقوه توان به يې پيدا کړي، څو د عصريتوب پر لارې ګډ پرمختګونه رامنځته او د چين- منځنۍ اسيا د ګډ برخليک ټولنه اباده شي.
نوموړي دا هم ويلي، چين د منځنۍ اسيا د مختلفو هېوادونو هرکلی کوي چې په نړيوالو او سيمه ييزو چارو کې لا زيات رول ولوبوي، په څواړخيزو ډګرونو کې د يو بل ملاتړ وکړي، د سراسري جنوب توان په ګډه پياوړی او د نړيوال عدالت لپاره ګډ اواز پورته کړي او د لا عادلانه او معقول نړيوال مديريتي سيستم د جوړولو لپاره ګډ کوښښونه وکړي.



































