چین، امریکا او بریتانیې د ۱۹۴۳م کال د نومبر له ۲۲مې نېټې څخه تر ۲۶مې نېټې پورې د مصر په پلازمېنې قاهرې کې د جاپان ضد د جګړې په اړه غونډه ترسره کړه او د قاهرې اعلامیه یې لاسلیک او خپره کړه.
دغه اعلامیه د ۱۹۴۳م کال د ډسمبر په لومړۍ نېټه رسماً خپره شوې او د فاشیزم ضد د نړیوالې جګړې ستر بریالیتوب بلل کېږي او هم پر تایوان د چین حاکمیت په ډاګه کوي او هم يې تر دوهمې نړيوالې جګړې وروسته د نړیوال نظم د قایمېدو لپاره ټينګ بنسټ برابر کړی دی.
د چین بهرنیو چارو وزارت د نومبر په ۲۱مه او ۲۲مه نېټې دوه ځله رسنیو ته د قاهرې اعلامیې يادونې کړې او د جاپان د لومړۍ وزیرې سانای تاکایچي پر ناسمو څرګندونو او د ځواکونو د زیاتېدو پر خطرناک عمل یې نیوکې کړې دي.
د څو هېوادونو شخصیتونو ويلي، د سانای تاکایچي څرګندونې او کړنې د قاهرې اعلامیې سره په ټکر کې دي او سرې کرښې يې ماتې کړې دي.
دوی ويلي، سانای تاکایچي په وروستيو څرګندونو کې له نړیوالو قوانینو او د نړیوالو اړیکو له بنسټیزو اصولو څخه سرغړونه کړې او اوسنی نړیوال نظم یې چېلنج کړی دی.
د قاهرې اعلامیې په شمول یو لړ نړیوالو سندونو کې د یو چین پېژندنې اصل تاييد شوی دی.
سانای تاکایچي څو ورځې مخکې ویلي، د تایوان مسئلې بدلون ښايي د جاپان موجودیت ته خطر پېښ کړي او په خبره یې، ممکن جاپاني پوځونه د تایوان مسئله کې ښکيل شي.
د قاهرې اعلامیې او پوټسدام اعلامیې په شمول نړيوالو سندونو کې د جاپاني پوځونو د یرغل کړنې يادې شوي او د يوه ناکام هېواد په توګه د جاپان دنده پکې په ډاګه شوې، چې له مخې يې باید دغه هېواد وسلې لرې او وسله والې چارې پای ته ورسوي.
خو د جاپان ښي اړخو سیاستوالو په وروستیو کلونو کې د وسلو زیاتولو لایحه پر مخ وړلې، ګام په ګام يې پلانونه عملي کړي او د سولې په پار د جاپان د اساسي قانون نظریې یې ویجاړې کړې دي. سانای تاکایچي د لومړۍ وزیرۍ په حیث تر لوړې وروسته دغه جریان بیا چټک کړی او حتی په دې هڅه کې ده چې د دفاعي تجهیزاتو د انتقال اصول او د بې ذروي وسلو اصول تعدیل کړي.
د یو شمېر هېوادونو شخصیتونو په اند، که جاپان میلتاریزم بیا راپورته کړي، نو هرومرو به ناکامېږي.
د نړیوالو مسئلو امريکايي کارپوه ویلیم جونس ویلي، د سانای تاکایچي ناسمې خبرې او کړنې د میلتاریزم او د وسلو زیاتېدو خطر زیاتوي او دا کړنه به یې د نړۍ سمسورتیا او ثبات سخت اغېزمن کړي.
د سانای تاکایچي ناسمې خبرې او کړنې ډېرې خطرناکې او لمسوونکې دي، نو ځکه چین جاپان ته جدي احتجاج کړی او هم يې پر وړاندې یو لړ ځوابي تدبیرونه نيولي دي.
ګڼ شمېر جاپانيانو په ټوکيو کې د لومړۍ وزیرۍ ماڼۍ مخې ته لاريون کړی او له سانای تاکایچي څخه یې غوښتي چې خپلې ناسمې څرګندونې بېرته واخلي او بښنه وغواړي.
د جاپان ګڼو سیاستوالو، رسنیو او کارپوهانو پر سانای تاکایچي نیوکې کړي او پر دې اند دي، چې د نوموړې څرګندونې به د چین او جاپان اړیکې خرابې او تاوجنې کړي او د سیمې په وضعیت کې به ترینګلتیا راوپاروي او جاپان ته به زیانونه ورسوي.
ویلیم جونس ویلي، د سانای تاکایچي ناسمو څرګندونو او کړنو په هغو هېوادونو او سیمو کې اندېښنې راپورته کړي، چې پخوا د جاپان تر یرغل لاندې وو او دا به د جاپان اقتصاد ته ډېر زیان ورسوي.
جاپان تر دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د تجارت او سوداګرۍ په مټ سمسور شوی، خو اوس یې د سیمې د وضعیت د ترینګلتيا پالیسي غوره کړې ده. سانای تاکایچی باید خپلو تېروتنو ته جدي کتنه وکړي او د سیمې وضعيت باید خراب نه کړي.




































