د چين صدراعظم لي چيانګ د نومبر په ۲۲مه نېټه جوهانيسبورګ ښار کې د ايټاليې له صدراعظمې جورجيا ميلوني سره ليدلي او پر خپلمنځي اړيکو غږېدلي دي.
لي چيانګ له ميلوني سره په لیدنې کې ويلي، چې چين به له ايټاليي سره د ورخلاصون، د بازارونو او صنايعو د وصل د لا پياوړتيا، د دوه اړخيزې سوداګريزې برابرۍ او پرمختګ د پرمخبېولو، د عنعنوي همکاريز غوره والي او په نویو سمسورو چارو کې د نظريو تبادلې او همکاريو د لا پياوړتيا لپاره هڅې وکړي، څو دواړه هېوادونه ګډ پرمختګ ومومي.
نوموړي د ايټالوي تصديو هرکلی کړی، چې د چين نړيوال وارداتي نندارتون، د خدماتي سوداګرۍ نندارتون، د مصرفي توکو نندارتون او د اکمالاتي ځنځيرونو نندارتون کې ګډون کړي او چيني بازار ته لاره ومومي.
لي چيانګ هيله ښودلې، چې ايټاليا هم چيني تصديو ته عادلانه، پاک او بې تبعيضه چاپېريال برابر کړي.
ميلوني ويلي، ايټاليا به له چین سره د سیاسي اړيکو د ټينګېدو له ۵۵مې کاليزې څخه په ګټې اخيستنې او هم د دواړو هېوادونو د حکومتي کمېټو او د اقتصادي همکاريو کمېټې په شمول له بېلا بېلو ميکانيزمونو څخه په استفادې د هر اړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د لا پياوړتيا لپاره عملي پلان پلی کړي او د سوداګرۍ، پانګونې، د علومو او تخنيکونو په شمول دوه اړخيزې همکارۍ به ورسره لاپياوړې او کلتوري تګ راتګ به ورسره زيات کړي.




































