د چين صدراعظم لي چيانګ د نومبر په ۲۳مه نېټه په جوهانيسبورګ کې د المان له صدراعظم فريدريچ ميرز سره ليدلي دي.
لي چيانګ له ميرز سره په ليدنې کې چين او المان يو د بل مهم سوداګريز همکاران بللي او ويلي يې دي، چې د دواړو هېوادونو حکومتونه دې د نظريو تبادلو د لا پياوړتيا او د پاملرنې وړ ګټو د ساتلو لپاره هڅې وکړي.
نوموړي هيله ښودلې، چې المان د چين پر وړاندې منطقي تګلاره غوره او د نورو هېوادونو فشارونو ته تسلیم نه شي، پر ګډو ګټو دې تمرکز ولري او همکاريز بنسټ دې لا ټينګ کړي او په خبره يې، چين به له المان سره په ګډه له راتلونکي پرمختيايي فرصت څخه په استفادې په پرانيستې رويې د نوښت دوه اړخيزې همکارۍ وکړي، د نوې انرژۍ، ځيرک توليد، بيولوژيکي درملو، هيدروجني تخنيک او ځيرک سیسټم په برخو کې نوي همکاريز فرصتونه ولټوي، څو د دواړو هېوادونو صنعتي جوړښت لا ښه او همکاريز او حياتي ځواک يې را پورته شي.
فريدريچ ميرز المان او چين يو د بل مهم اقتصادي او سوداګريز همکاران ياد کړي او په خبره یې، دواړه هېوادونه يو د بل اقتصادي تشې پوره کولی شي.
نوموړي ويلي، المان له چین سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او باور يې ښودلی چې د چين ۱۵م پنځه کلن پلان به د المان او اروپايي ټولنې لپاره فرصتونه برابر کړي او هېواد به یې هڅې وکړي، چې له چين سره په پرانيستې رويې دوه اړخيزې سیاسي، اقتصادي او سوداګریز اړيکې لانږدې او ډيالوګ او همکارۍ ورسره لا پياوړې کړي او په علمي او تخنيکي برخو کې به ورسره د همکاريزو امکاناتو د لټون هڅې وکړي.




































