د چين دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۲۵مه نېټه د چين او روسيې د انرژۍ اووم سوداګريز فورم ته، چې په همدې ورځ په بېجينګ کې پرانيستل شو، د مبارکۍ پيغام لېږلی دی.
نوموړي په پيغام کې هيله ښودلې، چې چين او روسیه د انرژۍ هراړخيزې همکاريزې اړيکې نورې هم ټينګې کړي، د انرژۍ د نړيوال صنعتي او اکمالاتي ځنځير د ساتنې لپاره ګډې هڅې وکړي، د انرژۍ لا عادلانه، ټولشموله او برابر نړيوال مديريتي سيسټم ابادۍ ته وده ورکړي او د انرژۍ په برخه کې د نړيوال امنيت او زرغون بدلون ثبات پياوړی کړي.
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين هم په همدې ورځ نوموړي فورم ته د مبارکۍ پيغام ليږلی دی.



































