د کوريا جمهوریت يونهاپ نيوز اژانس د نومبر په ۲۴مه نېټه خبر د دغه هېواد د ولسمشر لي جای مېونګ په قول خبر ورکړی، چې اوسمهال د کوريا جمهوريت او ډيموکراتيکې کوريا اړیکې په خطرناک حالت کې دي او هر وخت د دې امکان شته، چې د دواړو خواوو ترمنځ ناڅاپي شخړه راپورته شي.
لي جای مېونګ ويلي، د اوسني وضعیت د بدلولو لپاره باید دواړه خواوې بیا خبرې پيل کړي او د دوام هڅې يې باید وکړي.
لي جای مېونګ د شلو هېوادونو ډلې د سرمشریزې تر پای وروسته له جنوبي افريقا نه ترکيې ته په الوتکې کې يادې څرګندونې کړې دي.
نوموړي ويلي، د کوریا د شمال او جنوب اړیکې تر پخوا ډېرې ترېنګلې او دښمنانه شوي او يو لوری یې هم پر اوسنيو اړيکو باوري نه دی، ترمنځ يې د تبادلې لارې تړل شوي او هر وخت د دې امکان شته چې د دواړو خواوو ترمنځ ناڅاپي شخړه رامنځته شي.
هغه زیاته کړې، تر هرڅه لومړی باید له شمال سره د سوله ییز ګډ ژوند لپاره خبرې وشي او بیا دې د یووالي موضوع ورسره مطرح شي.




































