د کوپ ۳۰مه غونډه (د اقليمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د چوکاټي تړون د لاسليک کوونکو ۳۰مه غونډه) د نومبر په ۲۲مه نېټه د برازيل په بېلېم ښار کې پای ته ورسېده.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د نومبر په ۲۴مه نېټه رسنيو ته ويلي، چې دغې غونډې مثبتې او برابرې سياسي پايلې درلودې او ګډونوالو يې له اقليمي بدلون سره د ګډې مقابلې لپاره د يووالي او همکارۍ هوډ ښودلی دی.
نوموړې ويلي، چين به له نورو خواوو سره په هراړخيزه توګه دغه لاسته راوړنې پلې کړي، د اقليمي بدلون ضد نړيوالې همکارۍ به وهڅوي او د پاکې او ښکلې نړۍ د ابادۍ لپاره به خدمتونه وکړي.
ماو نينګ د غونډې هغه اقدام د ميل تېږه بللې، چې د پرمختيايي هېوادونو د غوښتنې له مخې په لومړي ځل پرېکړه کړې چې د تړون په بهير کې د يواړخيزې سوداګريزو اقداماتو په اړه ډيالوګ تر سره کړي او يو عادلانه ميکانيزم جوړ کړي.




































