په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي فو څونګ د نومبر په ۲۴مه نېټه د امنيت شورا د فلسطين او اسرائيل مسئلې يوې علنۍ غونډې ته ويلي، چې په غزې تړانګه کې د دايمي اوربند ترسره کېدل بايد لومړنۍ دنده وي.
هغه ويلي، هېواد يې د غزې د اوربند د لومړي پړاو د هوکړه ليک هرکلی کوي. خو د فلسطين او اسرائيل ترمنځ سوله نه ده رامنځته شوې او هلته د عامو خلکو دردونه او غمونه لا هم دوام لري. نو په غزه کې د اوس لپاره تر ټولو لومړنۍ دنده د دايمي اوربند تر سره کېدل دي.
د ده په خبره، چين پر مختلفو خواوو او په تېره بيا پر اسرائيل غږ کوي چې د اوربند تړون جدي مراعات کړي او د هراړخيز او دايمي اوربند د ترسره کېدو لپاره دې هڅې وکړي.




































