د چين دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر د ۲۵مې نېټې په سهار په پلازمېنې بېجينګ کې د ټونګا له پاچا توکو اهو سره لیدلي دي.
شي جين پينګ له توکو اهو سره په لیدنې کې ويلي، چې چين او ټونګا د ډيپلوماتيکو اړيکو له جوړېدو راهيسې يو بل سره په درناوي مساوي چلند کړی، يو د بل له اساسي ګټو او مهمو اندېښنو يې ملاتړ کړی، عملي همکارۍ يې کړي او د همکاريو هر اړخيزې ستراتيژيکي اړيکې يې ژورې کړې دي.
نوموړي ويلي، چين به له ټونګا سره د انکشافي ستراتيژيو سمون پياوړی او د سوداګرۍ، پانګونې، کرنې، زېربناوو، پاکې انرژۍ، روغتيا، ګرځندوی او د اقليمي بدلون په برخو کې به ورسره همکارۍ پراخې کړي. برسيره پر دې، چين به د نړۍ د جنوب – جنوب همکارۍ په چوکاټ کې د ټونګا اقتصادي او ټولنيز پرمختګ سره مرستې ته دوام ورکړي.
پاچا توکو اهو ویلي، چې هېواد يې له چین سره اړیکو ته ډېر اهمیت ورکوي، د یو چین اصل پېژني، د ” تایوان خپلواکۍ” د هر ډول عملياتو او کړنو مخالفت کوي او د بشپړ ملي یووالي په پار د چين د حکومت د کوښښونو ملاتړ کوي.
نوموړي ويلي، ټونګا به له چين سره د سوداګرۍ، کرنې، پاکې انرژۍ، تعلیم، روغتیا او چاپېریال ساتنې په برخو کې همکارۍ ژورې کړي او په دوه اړخیزو اړیکو کې د لا زیاتو لاسته راوړنو لپاره به مثبت رول ولوبوي.
په دغې لیدنې کې د چين بهرنيو چارو وزير وانګ یي هم برخه اخيستې وه.




































