د چين دولت رئیس شي جين پینګ د نومبر په ۲۵مې نېټې د ملګرو ملتونو ” له فلسطينيانو څخه ملاتړ نړيوالې ورځې“ يادغونډې ته پیغام لېږلی دی.
نوموړي په پیغام کې د فلسطين مسئله د منځني ختيځ د مسئلې جرړه او په نړيوال عدالت او انصاف پسې تړلې بللې ده او ويلي يې دي، چې په اوسني وضعيت کې دې نړيواله ټولنه اجماع راټوله کړي او لافعال اقدامات دې غوره او په غزه کې دې دايمي اوربند تضمين کړي.
رئیس شي جين پينګ ويلي، چې د غزې مديريت او بيارغونه باید د هغه اصل له مخې چې فلسطينيان به فلسطين مديريت کوي، ترسره شي او د فلسطینيانو ارادې ته باید درناوی وشي او دغه راز د سيمې هېوادونو پر معقولو غوښتنو هم باید غور وشي.
نوموړي ويلي، نړيواله ټولنه باید په غزه کې بشري حالات ژر تر ژره ښه او د فلسطينيانو ستونزې او غمونه کم کړي.
شي جين پينګ تر ټولو مهمه دا بللې، چې نړيواله ټولنه د دوو هېوادونو پر لايحې تمرکز وکړي او په سياسي لارو چارو د فلسطين مسئلې حل پيدا کړي.
هغه له نړيوالې ټولنې څخه په ټينګار غوښتي، چې د فلسطين مسئلې اصلي لامل ته مخه کړي او مسئوليت دې يې پر غاړه واخلي، اغېزمن اقدامات دې غوره کړي او عدالت او انصاف دې وساتي.
شي جين پينګ زياته کړې، چين به له نړيوالې ټولنې سره په ګډه د دې مسئلې د هراړخيز، عادلانه او دايمي حل لپاره نه ستومانه کېدونکې کوښښونه وکړي.



































