د چین د فضايي چلند ملي ادارې د نومبر په ۲۵مې نېټې د سوداګريزې فضانوردۍ د باکیفیت پرمختګ عملیاتي پلان (۲۰۲۵-۲۰۲۷) خپور کړی، چې له مخې به یې د دغه هېواد د سوداګريزې فضانوردۍ چارې د فضايي چلند په چوکاټ کې ترسره شي او دغه چارې به د نوي کیفیت تولیدي توان راپورته کړي او د فضایي ځواکمن هېواد د جوړولو بهیر ته به انرژي ورکړي.
د ياد پلان له مخې، په چين کې به تر ۲۰۲۷م کال پورې د سوداګریزې فضانوردۍ صنعت پرمختګ ومومي، د علمي څېړنو او تولید بهیر به پکې خوندي او منظم روان شي، د صنعت اندازه به يې د پام وړ پراخه شي، د نوښت توان به يې ډېره وده وکړي او د ادارو وړتیا به يې په څرګند ډول لوړه او د سوداګریزې فضانوردۍ باکیفیته پرمختګ به ترلاسه شي.




































