د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بیرو غړي او د بهرنيو اړیکو د ادارې مشر وانګ يي د نومبر په ۲۵مې نېټې په پلازمېنې بېجېنګ کې د مالیزیا د ملي امنیت شورا له مشر نوشیروان سره لیدلي دي.
نوشیروان د چین او مالیزیا د سمندري چارو د دوو اړخیزو خبرو د دویمې ناستې لپاره چین ته تللی دی.

وانګ يي له نوموړي سره په لیدنې کې ويلي، چې چين به له مالیزیا سره د دواړو هېوادونو د مشرانو د مهمو هوکړو په رڼا کې ستراتیژیکې همغږۍ پیاوړې کړي، سیاسي او امنیتي همکارۍ به ورسره ژورې کړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته به ګټې ورسوي.
نوموړي ويلي، چين او ماليزيا دې د سمندري مسئلو د خبرو پلاټفورم څخه ښه ګټه پورته کړي او اختلافات دې په سمه توګه اداره او حل کړي.

وانګ يي زياته کړې، چین د مالیزیا هغه اوږدمهاله دریځ، چې د يو چين د اصل پېژندنې ملاتړ کوي، ستايي او دغه هېواد د تايوان خپلواکۍ څخه هیڅ ملاتړ نه دی کړی.
نوشيروان ویلي، مالیزیا او چین پر سمندري چارو بريالۍ خبرې کړي او هيله يې ښودلې، چې دواړه هېوادونه د ګډو څېړنو په ګډون اړينې هوکړې عملي کړي او د سمندر سوله او ثبات دې وساتي.




































