د چین د ملي ولسي کانګرېس د دایمي کمېټې مشر جاو له جي د نومبر په ۲۲مې نېټې استرالیا ته په څلور ورځني رسمي سفر تللی دی.
نوموړي په کانبرا کې د استرالیا له عمومي والې سامنسه موسټېن سره ليدلي او هغې ته يې د چين د دولت رئیس شي جين پينګ نیکې هیلې وړاندې کړې دي.
جاو له جي ويلي، په دې وروستیو کلونو کې د چین او استرالیا اړيکې د دواړو هېوادونو د مشرانو د ستراتیژيکې لارښوونې په رڼا کې د ثابتېدو په لور روانې دي.
چین غواړي په مختلفو برخو کې له استرالیا سره تبادلې او همکارۍ ژورې کړي او په اړيکو کې نوې لاسته راوړنې ومومي.
مېرمن موسټېن هم د چین او استرالیا اړیکې مخ په ټینګېدو بللي او تمه یې ښودلې، چې استرالیا به له چین سره د زرغونو بنسټیزو تاسیساتو، د انرژۍ پرمختګ د لارو چارو د بدلون، د اقلیمي بدلون ضد مبارزې او د ښځو د حقونو ساتلو په شمول ځینو برخو کې اغېزمنې همکارۍ وکړي.




































