د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د نومبر په ۲۷مه نېټه “په نوې زمانه کې د وسلو کنټرول، نه خپرېدل او بې وسلې کول” په نوم سپین کتاب خپور کړی دی.
په دغه کتاب کې ویل شوي، چې چين به د نوې زمانۍ لپاره د چیني ځانګړتیا لرونکي سوسیالیزم د ابادۍ په موخه د شي جین پینګ د اړوندو افکارو په رڼا کې د هېواد د عصريتوب بهير پرمخبوځي، د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې ابادۍ ته به وده ورکړي، د وسلو کنټرول، نه خپرېدل او بې وسلې کول په بهير کې به رغنده برخه واخلي او د خونديتوب په نړيوالو همکاريو کې به رول ولوبوي.
په دغه کتاب کې د فضا، انټرنېت او مصنوعي ځيرکتيا په ګډون د امنيتي مديريت په نويو برخو کې د چين دريځ او د نړيوالې سولې او امنیت د ساتلو په برخه کې د دغه هېواد ټینګه اراده هم ښودل شوې ده.
چين له ټولو هېوادونو څخه د وسلو د کنټرول نړيوال بهير د ګډې پرمخبېولو غوښتنه کړې ده.



































