د جاپان د ماينيچي شيمبون ورځپاڼې ويلي، د دې هېواد پخواني لومړي وزیر ایشیبارا شیګیرو د نومبر په ۲۶مې په پلازمېنې ټوکیو کې يو ځل بیا د اوسنۍ لومړۍ وزیرې تاکاچي سانای هغه څرګندونې وغندلې چې د چین د تایوان په اړه یې کړې وې.
ایشیبارا شیګیرو د چین او جاپان د ثابتو اړیکو پر اهمیت ټینګار کړی او ويلي يې دي، چې د دواړو هېوادونو اړيکې له ۱۹۷۲ کال راهیسې عادي روانې دي او د جاپان هر حکومت د چین د دریځ « تایوان د چين برخه ده» درناوی کړی دی.
ایشیبارا شیګیرو ويلي: (( دا د بدلون وړ موضوع نه ده او مونږ هر وخت له دغې مسئلې سره محتاط چلند کړی دی.))




































