د هانکانګ د تای پو سیمې په ګڼو استوګنيزو ودانيو کې د نومبر د ۲۶مې نېټې په ماسپښين اورلګېدنه شوې، چې له امله یې ګڼو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتې دي.
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئیس او د مرکزي پوځي کمېسيون مشر شي جين پينګ پر دغې پېښې سخته خواشيني ښودلې او اړوندو ادارو ته یې د ژغورنې لارښوونه کړې ده.
نوموړي په پېښه کې پر وژل شويو کسانو ژوره خواشيني او له ټپيانو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.
شي جين پينګ د هانکانګ او مکاو د چارو په اړه د چین د کمونیست ګوند د مرکزي کمېټې دفتر او په هانکانګ کې د مرکزي حکومت دفتر ته لارښوونه کړې، چې د هانکانګ د ځانګړې اداري سیمې حکومت سره مرسته او د ژغورنې او د ټپیانو د درملنې کارونه ترسره کړي او اړوندو ادارو او سیمه ییزو چارواکو ته دې اړینې مرستې برابرې کړي، څو د تلفاتو او زیانونو کچه راټیټه شي.
د هانګ کانګ ځايي حکومت د بیړني غبرګون میکانیزم فعال کړی دی. په هانکانګ کې د مرکزي حکومت دفتر ځانګړې ناسته کړې او له سیمه ييز حکومت سره يې د چارو د ترسره کېدو لپاره تماس نیولی دی.




































