د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د بهرنيو چارو فدتر مدیر وانګ يي د نومبر په ۲۷مه نېټه د فرانسې د ولسمشر د بهرنيو چارو له سلاکار ایمانویل بون سره ټليفوني خبرې کړې دي.
وانګ يي له ایمانويل بون سره په خبرو کې ويلي، چې چين او فرانسه دې هر اړخيزې متقابلې ګټورې همکارۍ ژورې کړي، ستراتيژيکې همکاریزې اړیکې دې نوې کچې ته پورته کړي او د څو اړخيزم ساتنې او د نړيوالې حکومتولۍ د اصلاحاتو او ښه والي لپاره دې نوی خوځنده ځواک برابر او د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د دايمي غړو په توګه دې خپل مسؤليتونه ترسره کړي.
ایمانویل بون ويلي، ولسمشر مکرون به ډېر ژر چين ته سفر وکړي او له چيني مشرانو سره به د خپلمنځي اړيکو په پرمختګ خبرې وکړي.
نوموړي ويلي، ولسمشر ماکرون به چين ته د سفر په بهیر کې د فرانسې او چين دوستي پياوړې او ژوره کړي او د فرانسې- چين او اروپا- چين د اړيکو د پرمختګ او په ګډه د نړيوالو بحرانونو د حل لپاره به ژورې ستراتيژيکې تبادلې وکړي.
فرانسه پر خپلواک ډیپلوماتیک دود ټینګار لري، د یو چین پېژندنې اصل تعقیبوي او د تایوان په مسئله کې د بېجينګ د مشروع دریځ ملاتړ کوي.



































