د چين حکومت په وروستيو کې «د مصرفي توکو د عرضې او تقاضا د تطابق لپاره د مصارفو د هڅونې عملي لايحه» خپره کړې ده.
د دغې لايحې له مخې، چين به په راتلونکو پنځو کلونو کې له مصارفو څخه په زياته اندازه ملاتړ وکړي، د خلکو اړتياوې به پوره کړي او د مصرفي بازار بالقوه توان به خوشې کړي.
د چين دولتي شورا د نومبر په ۲۷مه نېټه په يوه خبري ناسته کې د يادې لايحې مشخص معلومات ورکړي دي.
د نړۍ عامه افکار پر دې اند دي، چې چين د کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې له څلورمې عمومي غونډې وروسته د مصارفو د هڅونې پاليسي سند خپور کړی، چې ډېرو هېوادونو ته به د پرمختګ نوي فرصتونه ورسوي.
اوس مهال د چين اقتصاد يې د باکيفيته پرمختګ پړاو ته داخل شوی دی. د چين د کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې څلورمې عمومي غونډې د کورنيو اړتياوو پراخوالی يو ستراتيژيک بنسټ بللی چې له مخې به یې چين نوې تقاضا د نوې عرضې هڅونه وکړي او د نوې عرضې له لارې به نوې تقاضا رامنځته کړي. خو په چين کې د عرضې او تقاضا په ځينو برخو کې لا هم همغږي نه تر سترګو کېږي. د بېلګې په توګه، په دغه هېواد کې د خلکو له لوړ کېفيت او مختلفو غوښتنو سره سمون لرونکي محصولات او خدمتونه کافي نه دي، د سپين ږيرو او سپین سرو د پالنې او د ماشومانو د روزنې، د فرهنګ او سيلانۍ او مصنوعي ځيرکتيا په اړه غوښتنې زياتې دي او په دغو برخو کې عرضه پوره نه ده.
په ياده لايحه کې د مصرفي توکو پر تطابق او همغږۍ ټينګار شوی او هدف يې دا ښودل شوی، چې عرضه له مصرفي تمايل سره برابره او هم د خلکو غوښتنې پوره شي.
چين به تصدۍ وهڅوي، چې بازار ته د ښه کيفيت تولیدات او د خلکو د غوښتنو له مخې محصولات برابر کړي، څو د مصارفو بالقوه توان پيدا شي او د اقتصاد دوامدار پرمختګ پرمخ ولاړ شي.
په دغه لايحه کې د دوو پړاوونو عمده هدفونه وړاندې شوي او پکې ويل شوي، چې تر ۲۰۲۷م کال پورې به د زرګونو ميليارډو يوانو په اندازه د مصارفو درې برخې او د سلګونو ميليارډو يوانو په اندازه لس مصرفي چارې رامنځته شي او تر ۲۰۳۰م کال پورې به د عرضې او مصرف د تعامل او د لوړ کيفيت پرمختګ بنسټيزه بڼه جوړه او په اقتصادي زياتوالي کې د مصارفو کچه ګام په ګام لوړه شي.
په دغه لايحه کې د خلکو د غوښتنو له مخې د ځينو چارو د پرمختګ، د احتمالي اندازې د پيدا کولو، د بازار د ويشلو او د چاپېريال د ښه والي په شمول په پنځو برخو کې ۱۹ مهمې دندې ترتيب شوې دي.
د چين ژنمين پوهنتون د اقتصاد پوهنځي پروفيسور وانګ شياو سونګ په دې اند دی، چې په دغه لايحه کې د خلکو د غوښتنو لپاره د مصرف د هڅونې او د عرضې او تقاضا د تطابق او همغږۍ تدبير وړاندې شوی او د چين د حکومت علمي او دقيقې تګلارې يې روښانه کړې دي.
چين د نړۍ دويم لوی مصرفي بازار لري او اوس یې د مصارفو نوی هدف وړاندې کړی، چې دا به نړۍ ته هم ډېره ګټه ورسوي.
د چين د مصرفي توکو عمومي ډولونه ۲۳۰ميليونو ته رسېږي، چې د کورنيو برېښنايي توکو، فرنيچرو، فرهنګي او سپورټي محصولاتو او لباسونو په شمول د څه باندې سلو محصولاتو توليدي اندازه یې په نړۍ کې لومړی مقام لري.
په ياده لايحه کې د مصرفي برخو او چارو د زياتولو وړانديز به د چيني بازار پيمانه پراخه او نړۍ ته به زيات فرصتونه برابر کړي.
نوښت د مصرف پياوړی انجن دی
شمېرې ښيي، د روان کال تر لومړۍ نيمايي پورې په چين کې د مصنوعي ځيرکتيا په اړه د محصولاتو د استفاده کوونکو شمېر ۵۱۵ ميليونو ته رسېدلی و.
چين له مسلسلو دوولسو کلونو راهیسې د انټرنېټ له لارې د پېر او پلور تر ټولو لوی بازار لري او د موبايلفون له لارې يې د تاديې پيمانه په نړۍ کې مخکښ ځای نيسي.
په ياده لايحه کې دا وړانديز هم شوی، چې په هېواد کې دې د نويو تخنيکونو او موډلونو د نوښت او کارونې کارونه پياوړي شي. دا هم نړيوالو تصديو ته نوښتي فرصتونه برابروي.




































