د چین د بشري سرچینو د خدمتي چارو ۳مه غونډه د نومبر په ۲۷مه نېټه د هوبې ولايت په ووهان ښار کې ترسره شوه.
د مالوماتو له مخې، چین د بشري سرچینو د خدماتي مرکزونو جوړول پیاوړي کړي او تر اوسه یې د هېواد په کچه ۲۹ ملي مرکزونه او د استخدام ۳۶ بازارونه جوړ کړي دي.
د چین په مختلفو سیمو کې یو شمېر ځانګړي او اغېزمن صنعتي پارکونه جوړ شوي، چې په عمده توګه د کارموندنې د خدماتو او د استعدادونو د انتخاب چارې ترسره کوي.
د چین د بشري سرچینو خدماتي چارو په وروستیو کلونو کې سالم او چټک پرمختګ کړی دی.
په چين کې د ۱۴م پنځه کلن پلان له پلي کېدو راهیسې، هر کال په منځنۍ توګه ۳۰۰ ميلیونو کسانو ته کاري فرصتونه برابر شوي او د شاوخوا ۵۰ ميلیونو شرکتونو لپاره مسلکي ملاتړ برابر شوی دی.




































