«د شي جين پينګ د ځواکونو د پياوړتيا افکار» تعليمي کتاب، چې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي پوځي کمېسيون لخوا تدوين او تنظیم شوی، په دې وروسيتو کې چاپ او نشر شوی دی.
دغه کتاب په نوې زمانې کې د چيني ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم په اړه د شي جين پينګ د مفکورو په زده کولو او تطبيق کې ګټور رول لري او هم يې په تعليمي سندونو او درسونو کې د نوموړي د پوځي افکارو د شاملېدو چارې پياوړې کړې دي.
په دغه تعليمي کتاب کې په سيسټماټيک ډول د ځواکونو د پياوړتيا په اړه د شي جين پينګ افکار بيان شوي دي.
دغه کتاب په پوځي اکاډمۍ کې د سياسي تيوريو باوري کتاب او د نوې زمانې لپاره په نظامي لارښوونکو تيورو کې د چين د کمونېست ګوند د سیسټماټيکو څېړنو مهمه برخه بلل کېږي.




































