د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسيو بيورو غونډه د نومبر په ۲۸مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې ترسره شوه.
د غونډې ګډونوالو د هېواد په ولايتونو او مستقيمو اداري ښارونو کې د پلټونکو چارو په اړه د شلمې مرکزي کمېټې پر عمومي راپور بحث کړی او تر سنجش لاندې يې نيولی دی.
دغه غونډه د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ په مشرۍ ترسره شوې ده.



































